خيبر:ايډيشنل اسسټنټ کمشنر د سرکاري سکولونو دوره کړې,د کورونا ايس او پيز جاج ئي اخستې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې تعليم ته وده ورکولو لپاره د حکومت او پاک فوځ لخوا کوټلي ګامونه پورته کړې شوي دي,که يو خوا جديد تعليمي ادارې جوړې دي نو بلخوا د کورونا وبا په سختو حالاتو کښي د ماشومانو د روغ صحت هم خصوصي خيال ساتل کيږي.

قبائيلي ضلع خيبر کښې ايډيشنل اسسټنټ کمشنر جمرود اشرف الدین او نائب تحصیلدار ملاګوری عامرشهزاد د سرکاري سکولونو دوره کړې ده او هلته ئي د تعليمي اسانيو او کورونا ايس او پيز جاج اخستې دې,په دې موقعه د استاذانو حاضرۍ هم کتل شوي دي.

د سرچينو ترمخه د ګورنمنټ هائی سکول او ګورنمنټ پرائمری سکول ملاګوری په دغه دوره کښې د طرز تعليم,حاضرۍ او د نصاب جاج هم اخستې شوې دې,تعليمي ادارو کښې د کورونا ايس او پيز عملي کولو لپاره انتظامات هم کتلې شوي دي.

په دې موقعه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر امر کړې چې د ماشومانو حفاظت لپاره دې کورونا ايس او پيز عملي کړې شي او ټولې ممکنه اسانۍ دې ورکړې شي ځکه چي که يو تعليم مهم دې نو بلخوا د ماشومانو ژوند هم د روښانه سباؤن لپاره ضروري دې.

شیئر یې کړی