قبائيلي ضلع باجوړ:ډپټي کمشنر محمد فیاض شیرپاؤ د نادرا سنټر ناواګۍ دوره کړې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې اولسي اسانيو لپاره حکومت او ضلعي انتظاميه چامتو شوې ده او دا چې حکومتي ادارې ادارو ته دورې کوي چي جاج واخلي آيا د اولس خدمت کيږي که نه؟دا د فاټا انضمام خواږۀ دي چې اولس ته ترلاسه کيږي.

د قبائيلي ضلع باجوړ ډپټي کمشنر محمد فياض شيرپاؤ د نادرا دفتر ناواګۍ دوره کړې ده او د سهولياتو جاج ئي اخستې دې,ډپټي کشمنر د نادرا عملې حاضري هم کتلې ده او د ځائي اولس نه ئي د دوي د رويي او ډيوټۍ په اړه پوښتنې هم کړي دي.

په دې موقعه ډپټي کمشنر محمد فياض شيرپاؤ د نادار عملې ته امر کړې چې ځائي خلکو ته دې ټولې ممکنه اسانۍ ورکړې شي او دا چې دوي ته دې په قامي شناختي کارډ جوړولو کښې څه قسمه ستونزې ورپيښې نکړې شي.

ځائي خلکو د ډپټي کمشنر محمد فياض شيرپاؤ دغه دوره ستائيلې ده او وئيلي ئي دي چي د باجوړ ضلعي انتظاميه تل د اولسي اسانۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي چې له امله ئي حکومتي ادارې هم چامتو دي.

شیئر یې کړی