وزيراعظم عمران خان به د اعتماد ووټ په اخستلو كښې كامياب شي,شيخ رشيد احمد

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې وزيراعظم عمران خان د هيواد ترقۍ او سوکالۍ لپاره مسيحا دې او دغه وجه ده چې اولس په هره سخته کښې د عمران خان سره ولاړ دي.

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې نننۍ ورځ ډېره مهمه ده٬شمېره پوره ده او وزيراعظم به د اعتماد ووټ په اخستلو كښې كامياب شي ځکه چې څوک د قامي اسمبلۍ غړي د وزيراعظم په ملګرتيا کښې دي.

د کورنيو چارو وفاقي وزير وئيلي چې اپوزېشن ګوندونو دوه نيم كاله هڅه وكړه چې وزيراعظم ناكامه شي خو هغه ناكام نشو,د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د الېكشن كمېشن آف پاكستان پرېس رېليز ته د كتلو په ځاے دې د خالي په ورځ كېدونكې د قامي اسمبلۍ غونډې ته وكتلې شي.۔

دوي ميډيا ته خپلو خبرو کښې وئيلي چې د اسمبلۍ غونډه كښې به ټول غړي وزيراعظم سره ولاړ وي او زه باور لرم چې هغه به د اعتماد ووټ اخستو كښې كامياب شي ولې اپوزيشن ګوندونه به د تيرو دوه نيم کالو پشان په مکمله توګه ناکامه وي.

شیئر یې کړی