د پاك فوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه چولستان كښې د فيلډ ټرېننګ اېريا دوره کړې

د پاکستان لويه صحرا چولستان کښې د کور په سطح تربيتي مشقونه روان دي چې پکښي د هيواد ځواکونه د دې دور د تقاضو ترمخه تربيت ترلاسه کوي,سر لښکر قمر جاويد باجوه هم د دغه ټريننګ ايريا دوره کړې ده.

د پاک فوځ عام اړيکو څانګې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پاك فوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه چولستان صحراﺀ كښې د فیلډ ټرېننګ اېریا دوره وكړه چرته چې هغه ته د کور په كچه د ۲ اونيزي مشق ضرب الحدید په حقله بريفنګ وركړے شوې.

آئي ايس پي آر خپل بيان کښي وئيلي چې د پاك فوځ سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ د بهاولپور كور په جنګي تيارۍ او تربيه د اطمينان څرګندونه وكړه,هغه د بهاولپور کور د لاجسټک تنصیبات دوره وكړه او د انجینئرنګ زېركتيا او د بحالۍ معيار ئې وستائلو.

دې نه وړاندې د مشق سيمې ته په رسېدو کور کمانډر لېفټېننټ جنرل خالد ضیا د پوځ سرلښكر ته هركلے اووې,ياده دې وي د چولستان صحرا کښې دغه تربيتي مشقونه د تيرې يوې هفتې څخه روان دي چې پکښې د پاک فوځ ځوانان د هنري تربيت څرګندونه کوي.

شیئر یې کړی