قبائيلي ضلع باجوړ:”ګورنرز ګرلز ماډل سکول” د جينکو زده کوونکو لپاره ځانګړې تعليمي اداره

پاک فوځ او حکومت په ګډه د خېبر پختونخوا قبائيلي سيمو کښي د تعليم,روزګار,صحت,لوبو او مواصلاتي نظام ګڼ شمير منصوبې سر ته رسولي دي او يو شمير نورې روانې دي چې ورسره به د دغه سيمو محروميانې ختمې شي او د پرمختګ سفر به جاري وي.

د نورو قبائيلي ضلعو پشمول ضلع باجوړ کښې هم د تعليمي ودې لپاره که يو خوا نوې تعليمي ادارې جوړې کړې شوي دي نو بلخوا ړنګې شوې ادارې هم بيا رغولې شوي دي,د هلکانو تعليمي ودې سره سره د قبائيلي سيمو جينکو لپاره هم جديد تعليمي ادارې جوړې کړې شوي دي.

د قبائيلي ضلع باجوړ په سر ښار “خار” کښې د پاک فوځ په مرسته ګورنرز ګرلز ماډل سکول د جينکو زده کوونکو لپاره يوه ځانګړې منصوبه ده چې پکښې ۱۳۴۰ زده کوونکي جينکۍ دو وخت تعليم ترلاسه کوي.سائنس لیبارټری اکیډمک بلاک،لائبر یری،ایډمن بلاک او سټاف روم پشمول ټولې ممکنه اسانۍ موجود دي.

په دغه قبائيلي سيمو کښې د بجلۍ ستونزې اکثر رامخې ته وي نو د دې د حل لپاره پاک فوځ او حکومت ګورنرز ګرلز ماډل سکول کښې د شمسي توانائي پلانټ هم لګولې دې او دا چې د لرې پرتو سيمو جينکو لپاره خصوصي هاسټلې هم جوړې کړې شوي دي.

د باجوړ ځائي خلکو د پاک فوځ او حکومت شکريه ادا کړې چې او وئيلي ئي دي چې ګورنرز ګرلز ماډل سکول يوه ځانګړې منصوبه ده چې ورسره د سيمه کښې تعليمي هلو ځلو ته دوام ترلاسه شوې دې.

شیئر یې کړی