قبائيلي ضلع خيبر:د پاک فوځ په مرسته تابيا شوې “پاکستان سپورټس فيسټيول” مقابلې روانې دي

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښي د پاک فوځ په مرسته تابيا شوي پاکستان سپورټس فيسټيول د سيوري لاندې د ضلع خيبر په لوئي شلمان کښې د تحصيلونو ترمينځ مقابلې سر ته رسيدلي دي.

د ضلع خيبر په لرې پرته سيمه لوئې شلمان کښې د تحصيلونو ترمينځ مقابلې سر ته رسيدلي دي چې پکښې د کرکټ,فټبال,والي بال,فټبال,باسکټ بال او بيډمنټن پشمول ګڼ شمير مقابلې شوي دي,دغه مقابلې د پاکستان سپورټس فيسټيول برخه ده.

په دغه اړه يوه خصوصي دستوره راجوړه کړې شوې وه چې پکښې د کمانډنټ تیراہ رائفل کرنل خرم رشید مشر ميلمه وو او دا چې د دوي سره کمانډر ۲۱۳ ونګ لیفټینټ کرنل سهیل منصور،کیپټن (آر ایم او) جواد،لائن ایس ایچ او شلمان او ځائي مشران شريک وو.

د دستورې په آخره کښې بريالي لوبډلو او لوبغاړو ته د کمانډنټ تیراہ رائفل کرنل خرم رشید په لاس ټرافيانې او نقد انعامونه ورکړې شوي دي,مشر ميلمه د ځائي لوبغاړو مينه او جس ستائيلي دي.

په دې موقعه مشر ميلمه وئيلي چې د خيبر پختونخوا قبائيلي ځوانانو تل د هيواد پرمختګ کښي مهم کردار لوبولې دې او دا چې د دوي جس د ستائينې وړ دې,دوي وئيلي چې د پاکستان سپورټس فيسټيول مقصد د نوي کول جس څرګندول او نړۍ ته د امن پيغام ورکول دي.

شیئر یې کړی