قبائيلي ضلع کرم:تعليم د سيمې پرمختګ لپاره ړومبۍ او ځانګړې لار ده,ډپټي کمشنر ډاکټر آفاق وزیر

د قبائيلي ضع کرم ډپټي کمشنر ډاکټر آفاق وزير وئيلي چې تعليم د يو قام د پرمختګ او سوکالۍ مهمه لار ده او دغه وجه ده چې پاکستان حکومت او پاک فوځ په ګډه قبائيلي سيمو کښې د تعليم د ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

د قبائيلي ضلع کرم ډپټي کمشنر د ځائي يتيم خانې دوره کړې او هلته د يتيم ماشومانو لپاره موجود اسانيو جاج ئي اخستې دې,د دغه يتيم خان چيئرمين انجيئر عاشق حسين ډپټي کمشنر ته تفصيلي بريفنګ ورکړې او هغه ئي د اسانيو نه خبردار کړې دي.

په دي موقعه ډپټي کمشنر د دوي هڅې ستائيلي دي او د ادارې د مرستې لپاره ئي ډونيشن هم ورکړې دې,ډي سي د شخصي سکول علي پبلک سکول دوره هم کړې ده او دا چې سکول کښې ئي د زده کوونکو هلکانو سره تفصيلي خبرې کړي دي.

د سکول انتظاميي لخوا ډپټي کمشنر نه خواست شوې چې د تعليم د ودې لپاره دې تعليمي ستونزې حل کړې شي,په دي موقعه ډي سي متعلقه چارواکو ته امر کړې چې دغه ستونزې دې په بنيادي توګه حل کړې شي,دوي ځلنده زده کوونکو ته نقد انعامونه هم ورکړي دي.

د دورې په مهال ډپټي کمشنر ډاکټر آفاق وزير وئيلي چې د سرکاري تعليمي ادارو سره سره شخصي ادارو هم د تعليم په سفر کښي مهم کرادر لوبوي او دغه وجه ده چې ضلعي انتظاميه او حکومت د دوي سره هر قسمه مرستې يقيني کوي.

شیئر یې کړی