قبائيلي ضلع کرم:د اقتصادي پرمختګ لپاره پاک فوځ د غوره مواصلاتي نظام جال خور کړې

غوره مواصلاتي نظام د يو هيواد معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ذريعه ده,په دغه سوچ پاک فوځ او حکومت په ګډه د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د سړکونو جال خور کړې دې چې پکښې ګڼ شمير منصوبې سر ته رسيدلي دي ولې يو شمير منصوبو باندې کار تعميراتي کار روان دې.

قبائيلي ضلع کرم کښې د ترهګرۍ له امله مواصلاتي نظام په مکمله توګه ختم شوې وو او دا چې د پيدل تګ راتګ لپاره مناسب لارې موجود نه وې,د امن په ځائې کيدو روستو پاک فوځ په سمدستي توګه د مواصلاتي نظام په منصوبو عملي کار شروع کړې دي.

ضلع کرم کښې ټرافکي ستونزې حل کولو او د زيات رش لوډ کمولو لپاره پاک فوځ د پاړا چنار بائي پاس بنياد ايخودې وو کوم چې اوس په مکمله توګه سر ته رسيدلې دې,دغه بائي پاس سره د ضلعې د نورو ښارونو ټرافکي ستونزې هم حل شوي دي.

پاک فوځ د ۸ نه تر ۱۰ کلوميټره پورې اوږد پاړا چنار بائي پاس روډ,د تودې اوبو ۳۳ کلوميټره روډ او د ډوګر سمه بازار ۲۴ کلومیټره اوږد روډ منصوبې سر ته رسولي دي چې له امله ئي تجارتي هلو ځلو ته هم دوام ترلاسه شوې دې او ټرافکي ستونزې هم کمې راغلې دې.

د قبائيلي ضلع کرم ځائي خلکو په دغه ځانګړو منصوبو د پاک فوځ او حکومت شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې دې سره که يو خوا مونږ ته سفري اسانۍ ترلاسه شوي دي نو بلخوا د اقتصادي او معاشي پرمختګ لار هم پرانسته شوې ده.

شیئر یې کړی