قبائيلي ضلع باجوړ:د پاک فوځ په مرسته ويړيا ميډيکل کيمپ تابيا شوې

د خيبر قبائيلي قبائيلي اولس ته صحتي اسانۍ ورکولو لپاره که يو خوا د پاک فوځ او حکومت په مرسته جديد هسپتالونه جوړ کړې شوي دي نو بلخوا د سمدستي علاج لپاره ويړيا ميډيکل کيمپونه هم تابيا کولې شي.

د قبائيلي ضلع باجوړ په بيلا بيلو سيمو کښي د پاک فوځ په مرسته د ځائي اولس اسانۍ لپاره ويړيا ميډيکل کيمپونه تابيا کولې شي چې مقصد ئي ځائي اولس ته په سمدستي توګه ويړيا علاج او دوايانې يقيني کول دي.

تيره ورځ د باجوړ په ګبري کلي کښې ايف سي لخوا ويړيا ميډيکل کيمپ تابيا شوې وو چې پکښي د ۱۲۳۰ ځائي رنځورانو ويړيا معائنه شوې او دا چې د پوهه ډاکټرانو په مرسته د دوي علاج شوې,د ايف سي لخوا ويړيا دواياني هم ورکړې شوي دي.

په دې موقعه د ايف سي او پاک فوځ ځائي مشرانو وئيلي چې د قبائيلي ضلع باجوړ کښي ځيني سيمې داسې شته چرته چې د صحت اسانيو کمې دې ځکه چي دغه سيمې لرې پرتې دي ولې پاک فوځ او ايف سي کله هم دغه خلکو ته کمې نه ورکړې او د کيمپونو د لارې د دوي علاجونه کوي.

ځائي خلکو د پاک فوځ او ايف سي شکريه ادا کړې چې په هره سخته کښې ئي د دوي مرسته کړې او دا چې سيمه کښي امن په ځائي کولو نه روستو په سماجي کارونو کښې هم برخه اخلي,وئيلي ئي دي چي ويړيا ميډيکل کيمپونه دوي ته صحتي اسانۍ ورکوي.

شیئر یې کړی