پختون تحفظ موومنټ تقسيم شوې,محسن داوړ د منظور پشتين نه لارې جدا کړي

پختون تحفظ موومنټ په دوه ډلو کښې تقسيم شوې دې,د پي ټي ايم د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د منظور پشتين نه لارې جدا کړي او د سياسي ګوند جوړولو اعلان ئي کړې دې او دا چې سياسي ګوند جوړولو کښې د پي ټي ايم ځيني مشران د محسن داوړ سره ملګرتيا کوي.

د تير اتوار په ورځ د پختون تحفظ موومنټ غونډه شوې چې پکښې د محسن داوړ پشمول افرا سياب خټګ,د پاکستان بار ايسو سي ايشن مشر لطيف آفريدي,بشرا ګوهر او جميله ګيلاني شريک وه,په دي موقعه فيصله شوې چې پارليماني سياست کښي برخه اخستو لپاره به سياسي ګوند جوړولې شي چې پکښي به د پي ټي ايم هغه مشران او غړي شريک وي څوک چې په پارليماني سياست يقين ساتي.

د سرچينو ترمخه د دې فيصلې روستو پختون تحفظ موومنټ په دوه ډلو کښي تقسيم شوې,په دغه سياسي ګوند کښي به د پي ټي ايم مشر منظور پشتين شريک نه وي ځکه چې هغه د تحريک په حق کښي دې او محسن داوړ پارليماني سياست کول غواړي,د دې غونډې نه وړاندي په منظور پشتين هم هڅې شوي چې هغي پارليماني سياست شروع کړي ولې د هغه د مکمل انکار روستو محسن داوړ خپلې لارې جدا کړې.

د محسن داوړ په مشرۍ کښې جور سياسي ګوند آئين او تاريخ لا نه دې ټاکل شوې ولې ډير زر به د دې اعلان هم اوکړې شي,سرچينې وائي چې دا سياسي ګوند به د پختون تحفظ موومنټ سره داسې مرسته جاري ساتي څنګه چې نور سياسي ګوندونه دي خو ولې دوي به د پي ټي ايم په تنظيم سازۍ او نورو فيصلو کښي ګډون نه کوي.

د پي ټي ايم د قامي اسمبلۍ غړې علي وزير,ثنا اعجاز او سيد عالم محسود به هم د سياسي ګوند برخه نه وي,دوي به خپل تحريک روان ساتي,د پي ټي ايم ځيني مشران وائي چې محسن داوړ له ړومبۍ ورځ نه د سياسي ګوند په حق کښې وو او دغه وجه ده چې هغه کله هم د زړۀ د پي ټي ايم ملګرتيا نه ده کړې,محسن داوړ غواړي چې پي ټي ايم صرف يو مشاحمتي تحريک پاتې شي.

ياده دې وي چي محسن داوړ د پي ټي ايم په مهمو مشرانو کښي شامل وو او د نورو سياسي ګوندونو د مشرانو سره ئي غوره اړيکې لرلې دغه وجه وه چې منظور پشتين په دې يره کښي پروت وو چې پي ټي ايم به د هغه د لاسه لاړ شي او محسن داوړ به ئي هائي جيک کړي.د دې يرې له امله د منظور پشتين او محسن داوړ ترمينځ له مودې راهيسې يخ جنګ روان وو.

محسن داوړ هم د دې خبرې پخلې کړې دې چې د ډيرې مودې راهيسې دوي دا قسمه غونډې کوي ولې سياسي فيصلې د مشرانو په مشوره کولې شي,دوي وئيلي چې پارليماني سياست د پختنو د حق غوښتو لپاره کول غواړم او د سيمې ستونزې حل کولو لپاره جمهوري لار خوښوم.

د يادوني وړ ده چې د کال ۲۰۱۸ په قامي ټاکنو کښي هم د پي ټي ايم محسن داوړ,علي وزير او ميرکلام وزير ټاکل شوي وو,د دې نه روستو منظور پشتين اعلان کړې وو چې څوک هم سياست کول غواړي هغه به د تحريک برخه نه وي,د دې اعلان روستو په باقاعده توګه د محسن داوړ او منظور پشتين ترمينځ تاؤ تريخوالې روان وو ولې محسن داوړ د موقعې په تلاش کښې وو او دا چې نن ورته موقعه ترلاسه شوې.

شیئر یې کړی