د قبائيلي سيمو پرمختګ ته دې خصوصي پاملرنه اوکړې شي,د وزيراعظم عمران خان امر

وزيراعظم عمران خان د خيبرپختونخوا حکومت ته امر کړې چې د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته دې خصوصي پاملرنه اوکړې شي ځکه چې دې عمل کښې به څه قسمه کمې کوتاهې نشي برداشت کولې,وائي چي قبائيلي سيمې د پاکستان سباؤن دې.

پيښور کښې د د لوړې پاې غونډې مشرۍ كولو په مهال وزيراعظم عمران خان وئيلي چې د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، پرمختيائي پروژې دې زر ترسره كړې شي او دا چې حکومتي چارواکې دې د دې سيمو په باقاعده توګه دورې اوکړي.

په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلٰي محمود خان ، صوبائي وزير تېمور سليم جهګړا، چيف سېكرټري ، آئي جي پوليس او نورو اعلٰی چارواكو ګډون کړې وو.

په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې وفاقي وزيرانو ډاكټر عبدالحفيظ شېخ، عمر ايوب خان، فېصل واوډا او خاص مرستيال تابش ګوهر هم ګډون كولو. وزيراعظم ته خېبر پښتونخوا ته د وفاق لخوا د برېښنا د آمدن په مد كښې د خالص ګټې او د قبائيلي ضلعو په پېكج بريفنګ وركړے شو.

وزيراعظم عمران خان ته بريفنګ کښې وئيلې شوي چې په بېلا بېلو پروژو تر اوسه ۵۰ اربه روپې خرڅ كړې شوي. وزيراعظم صوبائي حكومت ته هدايت وكړو چې د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه وركړي ، پرمختيائي پروژې دې زر ترسره كړې شي.

غونډې ته وزيراعظم عمران خان وئيلي چې د قبائيلي ضلعو مېړنو وګړو هېواد لپاره لوئې قربانې وركړي، ځكه د دې سيمو پرمختګ ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي او دا چې قبائيلي اولس به ډير زر د فاټا انضمام په خوږو پوهه شي ځکه چې د دې فائدي پيل کيده شروع شوي.

شیئر یې کړی