شمالي وزيرستان:د ترهګرو په ضد فوځي عمليات او د پي ټي ايم مخالفت؟د اين جي او ۴ زنانه چا وژلي؟

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د ترهګرۍ مخنيوي او دغه سيمو کښې امن په ځائې ساتلو لپاره پاک فوځ له مودو راهيسې عمليات کوي او کاميابۍ سره مخ په وړاندې روان دي ولې د پاکستان دښمن عناصر د پاک فوځ په کاميابۍ او د قبائيلي سيمو په امن مرور دي,دوي هڅې کوي چې يو ځل بيا ترهګرو له لار ورکړي.

د شمالي وزيرستان وانا بازار کښې تيره ورځ ترهګرو په يو ګاډي ډزې کړي چې پکښې د غير سرکاري تنظيم څلور زنانه په موقعه وژل شوي,يوې زنانه پناه اخستې او دا چې ډرائيور سخت ژوبل شوې دې,مړې شوې زنانه او ژوبل ډرائيور د پيښې روستو په سمدستي توګه د ميرعلي روغتون ته استولې شوي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو د وينا ترمخه د وژل شوې زنانو تعلق د بنو سره دې چې پکښې ناهید بی بی، ارشاد بی بی، عائشه بی بی او جویریه بی بی شاملې دي,دوي وئيلي چې يو زنانه نزدې ودانۍ ته تيښته کړې چې محفوظه پاتې شوې ده.

د دې نه څو ورځې وړاندې هم د پاک فوځ په کاروان بمي چاودنه شوې وه چې پکښې د پاک فوځ د ځوانانو پشمول بې ګناه ځائي خلک هم شهيدان شوي وو,په تيرو څو ورځو کښې د ترهګرۍ ګڼ شمير پيښې رامخې ته شوي,د ترهګرۍ پيښو مخنيوي لپاره څو ورځې وړاندې پاک فوځ په وانا بازار کښې کرفيو اولګوله چې مقصد ئي ککړ ترهګر نيول او سيمه کښې امن په ځائې ساتل وو.

وانا بازار کښې د کرفيو روستو پختون تحفظ موومنټ شرخوښو په سمدستي توګه احتجاجي لاريون پيل کړو او په پاک فوځ ئي نيوکې شروع کړې,د دوي وينا وه چې پاک فوځ ټول وزيرستان بند کړې او اولس ته ستونزې رامخې ته دي,په دګه احتجاجي لاريون کښې ترهګرو ته پناه ترلاسه شوه او دا چې دوي د څه قسمه کاروائې څخه محفوظ پاتې شو,د وزيرستان ځائي خلکو د پي ټي ايم دغه احتجاجي په سختو ټکو کښي غندلې او امن ته زيان رسولو په تور کښې ئي دوي باندي سختې نيوکې کړي وې.

د وانا بازار بندولو بنيادي مقصد ترهګر نيول وو ولې د پي ټي ايم شرخوښو له وجې هغوي ته پناه ملاؤ شو او دغه وجه وه چې تيره ورځ يو ځل بيا ترهګرو بريد اوکړو چې له امله ئي څلور بې ګناه زنانه شهيدانې کړې شوې,ياده دې وي چې ترڅو د پي ټي ايم غوندې شرخوښي د پاک فوځ عملياتو په ضد احتجاجونه کوي او دوي خپلو عملياتو ته نه پريږدي,تر هغې به د ترهګرۍ پيښې رامخې ته کيږي.

د وزيرستان ځائي مشرانو او نوي کول له پکار دي چې د پي ټي ايم په ضد آواز پورته کړي او خپله سيمه کښي امن په ځائې اساتي ځکه چي يو ځل بيا په دغه سيمو کښي د پي ټي ايم په مرسته ترهګرو ته موقعه ترلاسه کيږي او د هغې ښکاره ثبوت په تيرو څو ورځو کښې د ترهګرۍ ګڼ شمير پيښې دي.

شیئر یې کړی