قبائيلي ضلع خيبر:ايډيشنل اسسټنټ کمشنر چهاپه وهلې,د ګورنمنټ پرائمري سکول باړې غير حاضره استاذانو په ضد د کاروائې امر

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعې د فاټا انضمام نه روستو د سوکالۍ او پرمختګ په لار روانې دي,د صوبې ټولې ادارې د اولسي ترقۍ لپاره چامتو شوي او دا چې قبائيلي اولس ته د انضمام خواږۀ ترلاسه شوي دي.

قبائيلي ضلع خيبر کښې د نورو قبائيلي ضلعو پشان تعليمي هلې ځلې تندۍ سره دوام لري او ضلعي انتظاميه د تعليم په وده او کمۍ کوتاهۍ هم خصوصي نظر ساتي,ايډيشنل اسسټنټ کمشنر باړه شاہ وزیر د ګورنمنټ پرائمري سکول باړې دوره کړې دې او د استاذانو حاضري ئي کتلې ده.

د دورې په مهال دوه استاذان د ډيوټۍ نه غير حاضره وه چې له وجې ئي اسسټنټ کمشنر د غصې څرګندونه کړې او د دوي په ضد ئي د قانوني کاروائې امر کړې دې,دوي وئيلي چې د غير خاضر استاذانو په اړه به رپورټ د تعليم محکمې ته استولې شي.

د دورې په مهال ايډيشنل اسسټنټ کمشنر شاه وزير وئيلي چې دې سيمه کښې سکولونه موجود دي او استاذان تنخواګانې هم اخلي نو ولې بيا حاضري نه يقيني کوي,دوي دا هم وئيلي چې د ماشومان سباؤن ته زيان رسول جرم دي او چا ته به هم دا اجازه ورنکړې شي.

شیئر یې کړی