شمالي وزيرستان:دغلام خان بارډر لاره دخلکو تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانستل شوې

په قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان کښې موجود د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دغلام خان لاره دخلکو راتګ ترڅنګ دهر رقم سوداګرۍ دپاره پرانستل شوې او دخیبر پښتونخوا حکومت وایي اوس په دې لاره عام ولس اؤ تجارتي ګاډي په اسانۍ سره تګ راتګ کولی شي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ددغه لارې د پرانستو په اړوند خپل یو بیان کښې وئیلي چې دطورخم نه وروسته غلام خان افغانستان سره دتجارت دپاره دوهمه مهمه لاره ده.

حکومت وایي ددې لارې په پرانستو دسیمې خلک اؤ سوداګر خوشحاله دي او د سوداګرو ګاډو دغلام خان دلارې افغانستان او پاکستان ته تګ راتګ پیل کړی دی.دپښتونخوا حکومت هېله ښکاره کړې ده چې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ددې لارې پرانستل کیدو سره به قبائیلي ضلعو کښې دمعاشي پرمختیا نوې دوره پیل شي.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو لخوا يو بيان کښې وئيلې شوي دي چې دا لاره افغانستان سره د چمن، طورخم او نورو لاره په پرتله زياته نزدې ده، په سامان وړلو راوړلو مصرف کم راځي او وخت پرې هم کم لګي چې له امله به يي په غلام خان لاره باندې د ګاډو تګ راتګ سېوا شي.

د شمالي وزيرستان تاجرانو وئيلي چې دا لاره یوازې د شمالي وزيرستان او نزدې سيمو د پاره نه بلکې د منځنۍ ايشيا د پاره د مرکزي تجارتي دورازې حثيت لري او طمعه ده چې دې سره به ځائي خلکو ته هم د روزګار ګڼ شمير موقعې ترلاسه شي.

شیئر یې کړی