قبائيلي ضلع مهمند:د پاک فوځ په مرسته تحصيل صافي کښې د صفا اوبو دوه سکيمونو پرانسته شوې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو اولس ته د مودو راهيسې د څکلو اوبو يو شمير ستونزې رامخې ته وې او دا چې دوي به د غرونو د چينو نه اوبه راوړلې ولې اوس په دګه سيمو کښې د پاک فوځ په مرسته واټر سکيمونه جوړولې شي.

د قبائيلي ضلع مهمند په تحصيل صافي کښې د پاک فوځ په مرسته د صفا اوبو دوه سکيمونو پرانسته شوې,د دغه سکيمونو پرانسته د ۱۷۳ ونګ کمانډر کرنل احتشام په لاس اوشوه چې مقصد ئي ځائي خلکو ته د صفا اوبو اسانۍ يقيني کول دي.

په دې موقعه خصوصي دستوره راجوړه کړې شوې وه چې پکښې د ۱۷۳ ونګ کمانډر کرنل احتشام, میجر کامران ,
د پبلک هیلتھ انجینیر افتخار پشمول ګڼ شمير ځائي مشران هم شريک وو.

ځائي خلکو په دې موقعه د پاک فوځ شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې پاک فوځ تل د دوي ستونزې حل کولو کښې مهم کردار لوبولې,په دې موقعه ځائي خلکو ځينې ستونزې هم د ونګ کمانډر وړاندې ايخودې چې هغوي ورته د حل کولو باور ورکړې.

شیئر یې کړی