قبائيلي ضلع خيبر:د پاک فوځ لخوا ۱۵۰ بې وسه کورنيو ته وړۀ ورکړې شوي

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د اولس حفاظت,ترقياتي منصوبې او د خير ښيګړې اولسي کارونه پاک فوځ خپلې ذمه وارۍ ګڼي او دغه خدمت په قامي جذبه ترسره کوي,د انساني همدردۍ د سيوري لاندې قبائيلي ضلع خيبر کښې بې وسه کورنيو ته د پاک فوځ لخوا وړۀ ورکړې شوي دي.

د قبائيلي ضلع خيبر لنډي کوتل تحصيل په لرې پرته سيمه ذخه خيل کښې د فرنټیئر کور خیبر رائفلز ۱۶۵ ونګ لخوا ۱۵۰ بې وسه کورنيو ته وړۀ ورکړې شوي دي چې مقصد ئي د دغه سيمې غريب او بي وسه خلکو مرسته يقيني کول وو .

په دغه اړه يوه خصوصي دستوره راجوړه کړې شوې وه چې پکښې د ۱۶۵ونګ کمانډر کرنل شهباز رسول مشر ميلمه وو,دوي د ذخه خيل بازار بې وسه او غريبه کورنيو ته وړۀ ورکړي دي چې پکښې د دبئی بازار،شانې،انې او میش درې خلک شامل وو.

په دغه دستوره کښې د ۱۶۵ونګ کمانډر کرنل شهباز رسول د ځائي خلکو ستونزې هم اوريدلي دي او دوي له ئي باور ورکړې چې ستونزې به په بنيادي توګه حل کولې شي,وئيلي ئي دي چې ذخه خيل د ضلعې لرې پرته سيمه ده چې پاک فوځ او حکومت پکښې ګڼ شمير منصوبې شروع کړي دي.

دوي وړاندې وئيلي چې د پاک فوځ په مرسته دې سيمه کښې ويړيا ميډيکل کيمپ هم لګولې شوې وو او دا چې دغه لړۍ به روانه وي,دوي وئيلي چې د ذخه خيل ځائي ځوانان هم ايف سي کښې بهرتي کړې شوي دي چې له امله ئي دوي ته روزګار ترلاسه شوې.

شیئر یې کړی