قبائلي ضلعو كښې تندۍ سره د روان پرمختګ مېوه اولس ته رسېدل پېل شوي,وزيراعلي محمود خان

د خيبرپختونخوا وزيراعلې محمود خان وئيلي چې قبائيلي ضلعو کښې د فاټا انضمام روستو د ترقياتي منصوبو جال خپور کړې شوې او دا چې د پرمختګ او اولسي سوکالۍ منصوبو ميوه اولس ته رسيدل پيل شوي دي.

د صوبائي حكومت وياند كامران خان بنګش د ضمني ټاكنو په اړه خپل دريځ جاري كولو سره وئيلي دي وزيراعلی محمود خان د كرم ضلعې ټاكنو كښې د غوره نتيجو په رامخې ته كېدو اولس ته مباركي او د هغوي مننه كړې ده او په قبائلي ضلعو كښې تندۍ سره د روان پرمختګ او سوكالۍ مېوی اولس ته رسېدل پېل شوي دي.

کامران بنګش وئيلي چې وزيراعلې محمود خان په دې خبره د اطمينان څرګندونه کړې چې قبائيلي اولس د ترقۍ او سوکالۍ خواږۀ ليدلي دي او دغه وجه ده چي دوي په ضمني ټاکنو کښې هم په صوبائي او وفاقي حکومت خپل اعتماد څرګند کړې دې.

دوي وئيلي چې د نوښار په ضمني ټاكنو كښې د تحريك انصاف په ماتې خوړلو وزيراعلی تفصيلي رپورټ غوښتلے دے او په دې لړ كښې به سباؤن له تګلاره وضعه كولې شي,هغه زياته كړه چې د كرم په چوكۍ دې نه وړاندې د جے يو آئي كانديد كامياب شوے وو

شیئر یې کړی