شمالي وزيرستان:فاسټ بالر محمد وسيم پي ايس ايل کښې د اسلام آباد يونائيټډ نمائندګي کوي,ړومبي ميچ کښې ئي درې لوبغاړي سوزولي

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان غوره او ياد فاسټ بالر محمد وسيم په پي سي ايل کښې د اسلام آباد يونائيټډ برخه ده او دا چې په ړومبې ميچ کښې د درې لوبغاړو سوزولو له وجې د ميډيا په سر ټکو کښې دې.

د شمالي وزيرستان سپين وام سيمې سره تعلق لرونکې فاست بالر محمد وسيم تيره ورځ د ۲۹ رنځونو په بدل کښي درې لوبغاړي سوزولي دي او خپل جس ئي د کرکټ په پوهانو منلې دې,د کومې روستو چې محمد وسيم ستائينه په ميډيا او سوشل ميډيا روانه ده.

محمد وسيم د دې نه وړاندې په انډر نائينټين کښي هم لوبيدلې دې او دا چې په ډير لږ وخت کښې ئي خپل هنر ښکاره کړې,دغه وجه وه چې د پي ايس ايل شروع کيدو نه وړاندي هغه د اسلام آباد يونائيټډ لخوا ټاکل شوې وو او د ټيم برخه ئي جوړه کړې ده.

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښي د جس او هنر هيڅ کمې نشته ولې د ترهګرۍ له وجې دغه ځوانان روستو پاتې شوي وو,امن په ځائي کيدو روستو د ژوند په بيلا بيلو څانګو کښې قبائيلي ځوانان ځليدلي دي او په نړۍ ئي خپل قابليت منلې دې.

د قبائيلي ځوانانو هنر او جس په ډاګه کولو لپاره قبائيلي ضلعو کښې دا وخت د پاک فوځ په مرسته “پاکستان سپورټس فيسټيول” روان دې چې پکښې ګڼ شمير ځائې او قامي لوبغاړي برخه اخلي,طمعه ده چي د دې فيسټيول نه روستو به نور قبائيلي ځوانان هم رامخې ته شي.

شیئر یې کړی