د پاک فوځ په مرسته قبائيلي ضلعو کښې “پاکستان سپورټس فيسټيول” قامي جذبې سره روان دې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د پاک فوځ او ځائي اولس قربانيو رنګ راوړې او دغه سيمو کښې په مکمله توګه امن په ځائې شوې دې,ترقياتي منصوبې شروع شوي او دا چې د لوبو ميدانونه آباد شوي دي چې په نړيوال کچ د امن پيغام خپروي.

د قبائيلي ضلعو نوي کول ته د پرمختګ لار ټاکلو او مثبت هلو ځلو لپاره د پاک فوځ په مرسته د روانې مياشتې په اوومه نيټه قبائيلي ضلع خيبر کښې د پاکستان سپورټس فيسټيول پرانسته شوې وه,د دې فيسټيول د سيوري لاندې په هره قبائيلي ضلع کښې د لوبو هلې ځلې روانې دي.

تيره ورځ د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د کرکټ,فټبال,والي بال او بيډ منټن پشمول ګڼ شمير مقابلې سر ته رسيدلي دي چي پکښې د پاک فوځ او ايف سي مشرانو پشمول ګڼ شمير سياسي او سماجي مشرانو هم ګډون کړې وو.

قبائيلي ضلع باجوړ کښې د پاکستان سپورټس فيسټيول د سيوري لاندې ترسره شوې مقابلو کښې د قامي اسمبلۍ غړې ګل داد خان مشر ميلمه وو,دوي لوبغاړو له داد ورکړې او د دوي مينه ئي ستائيلې ده,بريال لوبغاړو ته انعامونه هم ورکړې شوي دي.

دغه شان قبائيلي ضلع مهمند په بيلا بيلو تحصيلونو کښي هم مقابلې روانې دي,تيره ورځ ترسره شوې مقابلو کښې سياسي,عسکري او د سپورټس محکمې مشرانو پشمول ځائي خلک شامل وو,د تحصيل په سطح دوي ته انعامونه او داد ورکړې شوې دې.

د سرچينو ترمخه قبائيلي ضلع خيبر کښې هم د کرکټ,فټبال,والي بال,باسکټ بال او بيډ منټن يو شمير مقابلې روانې دي,نوې کول او ځائي خلک دغه مقابلو کښي په قامي جذبې سره ګډون کوي,ياده دې وي چې پاکستان سپورټس فيسټيول د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو لپاره تاريخي حيثيت لري ځکه چې دغه سيمې د ترهګرۍ په اوور سوزيدلي دي او الحمدالله اوس په مکمله توګه امن په ځائې شوې دي.

شیئر یې کړی