بلوچستان كښې امن باوري كولو له به ټول ګامونه پورته كولې شي,وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې بلوچستان د پاکستان مهمه صوبه ده او دلته امن په ځائې کولو لپاره به حکومت او پاک فوځ په ګډه کوټلي ګامونه پورته کوي.

د هېډ كوارټر فرنټيئر كور بلوچستان دورې په مهال خبرو كښې د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې بلوچستان كښې امن په هر صورت باوري كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي ځکه چې دې صوبه کښې قدرتي وسائل زياته شميره کښې موجود دي.

د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې د نېشنل اېكشن پلان په ټولو نكاتو به بشپړه عملدرآمد باوري كولې شي او دا چې امن او امان غوره جوړولو له به د صوبو ترمينځھ رابطه لا ښه كولې شي.

وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره آئي جي اېف سي نارت مېجر جنرل محمد يوسف مجوكه هم ملاقات وكړو۔ وفاقي وزير امن په ځائې كولو له د فرنټيئر كور بلوچستان د كردار ستائنه وكړه,داخله وزير هېډكوارټر ته په رسېدو د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو.

وفاقي وزير ته په دې موقع بلوچستان كښې د آپرېشنل تياريانو ٬ د پولو نګرانۍ او د امن په وضعه بشپړه بريفنګ وركړے شو او دا چې هغه د سيمې د سيکيورټي صورتحال څخه خبر کړې شو.

شیئر یې کړی