شمالي وزيرستان:ترقياتي منصوبو کښي به کمې کوتاهې نشي برداشت کولې,ايکسين هائي وے

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د نورو ترقياتي منصوبو پشمول د غوره مواصلاتي نظام ګڼ شمير منصوبې هم روانې دي چې مقصد ئي قبائيلي اولس ته په تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو کښې اسانۍ ورکول دي.

د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان په خصوصي وينا د هائي وے ايکسين خالد او تحصيلدار غني وزير سيدګي سيمه کښي د دولس کلوميټره اے۔آئی۔پی سکیم روډ دوره کړې ده او د روان تعميراتي کار جاج ئي اخستې دې.

د دورې په مهال هائي وے ايکسين خالد او تحصيلدار غني وزير متعلقه ټهيکيدار ته هدايات جاري کړي دي چې منصوبه دې په خپل وخت سر ته اورسولې شي او دا چې د معيار دې خصوصي خيال اوساتلې شي ځکه چې په دې کښي به کمې کوتاهې نشي برداشت کولې.

په دې موقعه دوي وئيلي چې د صوبائي حکومت په مرسته سيمه کښې ګڼ شمير ترقياتي منصوبو باندې کار روان دې او طمعه ده چې ډير زر به سر ته اورسولې شي,وائي چې ضلعي انتظاميه د ټولو ترقياتي منصوبو جاج اخستو لپاره خصوصي دوري کوي.

شیئر یې کړی