جنوبي وزيرستان:په سيکيورټي ځواکونو بريدونه,کرفيو او د پي ټي ايم احتجاجي مظاهرې؟

د نن نه پنځه ورځې وړاندې جنوبي وزيرستان کښې بارودي مواد خوندي کړې شوي وو چې له امله ئي په سيکيورټي ادارو بريد اوشو او درې تنان پکښې شهيدان کړې شو ولې ګڼ شمير ژوبل هم وو.د دې نه وړاندې هم د ترهګرۍ يو شمير پيښې داسې رامخې ته شوي چې پکښې د خوندي شوي بارودو په وجه بريدونه شوي دي.

که سوچ اوکړې شي نو په يوه سيمه کښې بارودي مواد خوندي کول د ځائي خلکو د مرستې نه بغير ممکنه نه دي,دغه وجه ده چې کله په سيکيورټي ځواکونو بريد اوشو نو پاک فوځ د ککړ ترهګرو نيولو لپاره عمليات پيل کړه او د جنوبي وزيرستان وانا بازار ئي په مکمله توګه بند کړو ولې خوا و شاه سيمو کښي په اولس څه قسمه قدغن نه وو چې مقصد ئي د ترهګرو سره سره د هغوي سهولت کار هم په نښه کول وو.

د وانا بازار ځائي خلکو د پاک فوځ لخوا د د بازار بندولو فيصله اوستائيله او د سيکيورټي ادارو سره ئي د مرستې اعلان هم اوکړو ځکه چې د سيمې نه ترهګري ختمول د دغه سيمې د سوکالۍ او پرمختګ خصوصي لار ده,ځائي اولس طمعه لرله چې د پاک فوځ په دغه عملياتو کښې به هغه ټول عناصر په ډاګه شي کوم چې د دې خاورې امن ته زيان رسوي.

د وانا بازار بندولو له وجې يو خصوصي ډلې ته پريشاني جوړه شو ځکه چې دغه ډله د ترهګرو ملګرتيا کوي او هغوي ته پناه ورکولو کښې هم ککړ دي,دغه خصوصي ډله د پختون تحفظ موومنټ ده څوک چې په دې هڅه کښي لګيا دي چې قبائيلي ضلعو کښې يو ځل بيا ترهګرۍ له وده ورکړي او د سيکيورټي ادارو مخه نيولو کښې کامياب شي,د دې مقصد لپاره دوي احتجاجي لاريون اوکړو او د کرفيو په ضد ئي نعري اووهلې چې مقصد ئي په سيکويرټي ادارو فشار غورځول وو.

د پختون تحفظ موومنټ مشرانو په دغه احتجاجي مظاهرو کښې اعلان اوکړو “که کرفيو ختمه نه کړې شوه نو دوي به دويمه لار خپلوي”حالانکه سيکيورټي ادارو کرفيو نه وه لګولې.په دې احتجاجي لاريون کښې نه صرف دا چې د ترهګرو ويستلو لار اوټاکل شوه بلکه د پي ټي ايم مشرانو دويمه لار هم خپله کړه کومه چې د ترهګرۍ لار وه.نن سهار په سيکيورټي چيک پوست باندي بريد کښې پنځه نور سيکيورټي غړي شهيدان کړې شو او پي ټي ايم په خپلو ارادو کښې کامياب شو.

د ضلعي انتظاميي لخوا فيصله شوې وه چې د فوځي عملياتو پوره کيدو روستو به د جمعې په ورځ به بازار پرانستې شي ولې پي ټي ايم د وخت نه وړاندې په دې غرض احتجاجي مظاهرې اوکړي چې دغه پيښو کښي ککړ ترهګر په حفاظت سره نورو سيمو ته واستوي او د سيکيورټي ادارو نه بچ کړې شي.

يو ځل بيا د جنوبي وزيرستان پشمول ټولو پختنو ته د پي ټي ايم ناوړې څيره په ډاګه شوې ده ځکه چې د احتجاجي مظاهرو په ذريعه دوي د ترهګرو ملګرتيا يقيني کړه او دا چې نن شوي بريد باندې ئي د خوشحالۍ څرګندونه هم کړې ده ولي دوي دې خبر وي چې پختانه د دوي په ناوړي سوچ پوهه دي او انشاالله ډير زر د دې ناسور ختمولو لپاره يو موټې شي.

شیئر یې کړی