قبائيلي ضلع مهمند:د پاک فوځ په مرسته تحصيل صافي کښي کرکټ ټورنامنټ سر ته رسيدلې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې امن په ځائي کيدو روستو د لوبو ميدانونه آباد شوي دي او نوي کول ته د روښانه سباؤن ځيرې ترلاسه شوې دې,د حکومت او پاک فوځ په مرسته د لوبو ګڼ شمير هلې ځلې روانې دي.

د قبائيلي ضلع مهمند ساګي سيمه کښي د پاک فوځ او ځائي ځوانانو په مرسته کرکټ ټورنامنټ تابيا شوې وو کوم چې تيره ورځ سر ته اورسيدو,احتتامي دستوره کښې د ۱۷۳ وينګ کرنل احتشام جدون مشر ميلمه وو او ګڼ شمير ځائي خلکو هم ګډون کړې وو.

د دې خصوصي ټورنامنټ تابيا د پاک فوځ په مرسته ځائي ځوانانو امان الله شنواری, سید جمال, افتخار شنواری, سیراج شنواری, میر حسن میر او سبحان کړې وه چې مقصد ئي د امن پيغام خپرول وو.

په دې موقعه د نوي کول ځائي ليډرانو او مشرانو په خپل وينا کښې ووئيل چې د پاک فوځ او ځائي خلکو د قربانيو نه روستو دلته امن په ځائې شوې دې او دغه وجه ده چې نن د لوبو ميدانونه آباد دي,دوي وئيلي چې امن په ځائې ساتلو کښي به د سيکيورټي ادارو ملګرتيا جاري ساتي.

د مشر ميلمه کرنل احتشام جدون په لاس بريال لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه ورکړې شو او د منتظيمينو دغه هڅې اوستائيلې شوې,کرنل احتشام په دې موقعه ووئيل چې د لوبو هلې ځلې په نړيوال کچ دا پيغام خپروي چې قبائيلي سيمو کښې امن په ځائې شوې دې.

شیئر یې کړی