فنكاران د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو کښي مهم كردار ترسره كوي,اولسمشر عارف علوي

د پاکستان اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي چې نرۍ ته د هيواد مثبت تصوير وړاندې کولو کښي د فنکارانو مهمه برخه ده او دغه وجه ده چې موجوده حکومت د دوي د پرمختګ او اسانۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

اسلام آباد کښې د آرټسټ ویلفئیر فنډ سټیرنګ كمېټۍ ۱۱ مې غونډې مشري كولو په مهال اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي چې فنكاران د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مهم كردار ترسره كوي,د فنكارانو ښېګړې او په وخت مالي مرستې لپاره د نغدې مرستې زر تر زره وركړه باورۍ كړئ ده.

په دغه غونډه کښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ سېكرټري نوشين جاوېد امجد او د اطلاعات او خپرونو سېكرټري شاهيره شاهد او نورو د كمېټۍ غړو ګډون کړې وو.

په دې مهال اولسمشر ووئيل د فنكارانو ښېګړې او په وخت مالي مرستې لپاره د نغدو زر تر زره وركړه باورۍ كړئ۔ فنكارانو ته د مالي مرستې وركولو لپاره د اهليت معيار د لا ښه كولو ضرورت دے,صدر ووئيل د مالي او صحت مسائلو سره مخ فنكاران د مرستې زيات مستحق دي,فنكاران د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مهم كردار ترسره كوي.۔

اولسمشر ډاکټر عارف علوي زياته کړې چې فنكارانو ته د پیښو مسائلو زر لرې كولو لپاره د سټېرنګ كمېټۍ غونډه هر درې مياشتې پس پكار ده,ياد دې وي چې د آرټسټ وېلفېئر فنډ انتظام د سټنېډنګ كمېټۍ په لاسو كښې دې كومه چې سركاري او غېر سركاري غړو مشتمل ده او صدر د سټېنډنګ كمېټۍ چيئرمېن دے.

شیئر یې کړی