افغانستان كښې د امن راتللو سره به د سيمي او د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ يقيني شي,عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي چې افغانستان کښې امن صرف د خبرو سره راتلې شي او دا چې افغانستان كښې د امن راتللو سره به د سيمي او د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي.

اسلام آباد کښي د افغانستان د مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولی مسعود سره خبرو كښې وزيراعظم عمران خان وئيلي چې بايد يو امناك، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره ټولې ډلې تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او د شخړې په سياسي ډول هواري لپاره په تعمیری انداز په ګډه كار وكړي،د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته او د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده.

وزیراعظم د احمد ولی مسعود هركلے كولو سره ووئيل پاکستان او افغانستان د ورورولۍ اړيكې ،شريك تاریخ، مذهب ، كلتور او روایات لري,ده د افغان مزاحمت په مهال د يو مهم مجاهد لیډر په توګه د ارواښاد احمد شاہ مسعود تاریخی کردار ذکر وكړو.

لومړي وزير عمران خان وړاندې وئيلي چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او د خبرو اترو د لارې سیاسی حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده,وزیراعظم ووئيل د افغانستان نه پس پاکستان ،افغانستان كښې د امن راوستو تر ټولو زياته خوښي لري ځكه چې پاكستان د دې شخړې په وجه زيات ځپلے شوے.

افغان امن عمل په تناظر كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان د نړيوالو مذاکرات پيل كولو او د امریکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامې له د آسانيو لپاره بشپړه مرسته كړې,نړيوال مذاکرات يوه تاريخي موقع وركوي او افغان قیادت بايد يو كوټلي ،په پراخه بنيادونو او مقصد لرونكې سیاسی حل لپاره هڅې وكړي.

وزیراعظم ووئيل پاکستان په ټولو ډلو زور راوړې چې د تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او يو امناكه ، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره سیاسی حل ته رسيدو له په تعمیري انداز په ګډه كار وكړي ځکه چې د افغانستان امن د ټولې سيمې ګټه ده.

شیئر یې کړی