بټګرام:د پاکستان وياړ نيلو فر شيرازي نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړې

د پاکستان وياړ نيلوفر شيرازي په ۲۷ منټس کښي ۱۰۰۰ ښختې ماتې کړي او نړيوال ريکارډ ئي په خپل نوم کړې دې,د ښختو ماتولو ويډيو ګينيز بک آف ورلډ ريکارډ ته استولې شوې,طمعه ده چې د هغې نوم په ګينيز بک کښې شامل کړې شي.

د سرچينو ترمخه د نيلو فر شيرازي تعلق د بټګرام اغزبانډې سره دې او په مستقل توګه اسلام آباد کښې اوسيږي,دوي د پيښور پوهنتون نه کيمسټرۍ کښي ماسټر کړې او نن سبا آن لائن ښودنې کوي,د دې نه وړاندې هم نيلوفر د ۵۰۰۰۰ روپو انعام ګټلې وو.

نيلو فر شيرازي په نومبر کال ۲۰۱۸ کښې په باقاعده توګه ټريننګ شروع کړې وو او هره ورځ به ئي دوه ساعتونه پريکټس کوو,تيره ورځ د اسلام آباد سپورټس سټيډيم کښې ۱۰۰۰ ښختې په خپل لاس ماتې کړي او نړيوال ريکارډ ئي په خپل نوم کړې دې,تير کال هم دوي ۱۵۰ ښختې ماتې کړې وې.

د دې ايونټ آرګنائزر امتياز احمد وئيلي چې د نيلوفر شيرازي سره دغه پراجيکټ کولو باندې وياړ محسوسوم ځکه چې هغې د پاکستان نوم په نړيوال کچ روښانه کړې دې,دوي وئيلي چې ښختې ماتولو ويډيو ګينيز بک ورلډ ريکارډ ته استولې شوې او طمعه ده چې د هغې نوم په ښکتې ماتولو کيټيګري کښې شامل کړې شي.

شیئر یې کړی