آيا ملاله يوسفزۍ د پاکستان په ضد “د فالس فليګ سائيبر عملياتو” ناکامه هڅې کوي؟

(عبدالله جان صابر)
پښتنې فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ د ټويټر پيغام نه روستو يوه نوې غوغا رامخې ته شوې چې پکښې د پاکستان په ضد د “فالس فليګ عملياتو” ناکامه هڅې شوي دي.د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان يو جعلي ټويټر اکاؤنټ ته ملاله يوسفزۍ ولې ځواب ورکړې؟ او د دوي په شاه څه قسمه سوچ خپرولو هڅې شوي؟د دې پوښتنو ښکاره ځوابونه په دې ليک کښې ستاسو وړاندې ږدم.

ملاله يوسفزۍ د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان په نوم جوړ شوي جعلي ټويټر پيغام ته خپل ځواب کښې ليکلي” چې احسان الله احسان د دوی له بنده څنګه خلاص شوی,دا د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند دی چې په ما او ګڼو نورو بېګناه کسانو د برید مسئولت مني. دی اوس په خواله رسنیو خلکو ته ګواښنې کوي”.د
ملاله يوسفزۍ د دې پيغام روستو د طالبانو وياند د جعلي اکاؤنټ نه هغي ته بيا هم ځواب ورکړې شوې دې.

کله چې د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ او د احسان الله احسان د جعلي ټويټر اکاؤنټ ترمينځ مذاکره ترسره شوه نو په سمدستي توګه بي بي سي دغه خبر لکه د ځنګل د اوور پشان خپور کړو,بغير له څه تصديق نه د دې خبر خپرول داسې وو لکه چې ملاله يوسفزۍ او بي بي سي د چا په وينا د وړاندې دغه منصوبه جوړه کړې وه ځکه چې د احسان الله احسان په نوم جوړ شوې اکاؤنټ په سمدستي توګه ځنډولې شوې او د پاکستان لخوا هم د دې خبرې پخلې شوې چې دا جعلي ټويټر اکاؤنټ دې.

د پاکستان لومړي وزيرعمران خان د ډيجيټل ميډيا وياند ډاکټر ارسلان خالد د دې په ځواب کښې ليکي چې پاکستان کله ترهګري نشي زغملې,د احسان الله احسان دغه اکاؤنټ جعلي او دروغ دې,وائي چې د دې جعلي اکاؤنټ په اړه ئي خپل حکومتي چارواکي او ټويټر انتظاميه خبردار کړې ده ځکه چې په سوشل ميډيا جعلي او دروغ پراپيګنډې خپرول يو جرم دې.

د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان جعلي اکاؤنټ ته د ملاله يوسفزۍ ځواب ورکول او د نړيوالې ميډيا “بي بي سي” غوغا څه نورې پوښتنې راپورته کړي چې له امله ئي د پاکستان اولس او ځيني نړيوال هيوادونه ملاله يوسفزۍ ته د شک په نظر ګوري او دغه شک دې سوچ له قوت ورکوي چې د دې ټويټر پيغامونو په شاه د هندوستان ناوړې سوچ دې.

څو ورځې وړاندې په نړيوال کچ يادې سندرغاړې او اداکارې “ريحانه” په ټويټر پيغام کښې په نړيوال هيوادونو غږ کړې وو چې هندوستان کښي د زميدارو احتجاجي لاريون روان دې ,راځۍ چې په دې خبره اوکړو”.د دې ټويټ نه روستو په نړيوال کچ د هندوستان حکومت زور زياتې غندلې شوې,د انساني حقونو تنظيمونه راپورته شوي وو او د احتجاجي زميدارو د مرستې اعلان ئي کړې وو چې له امله ئي دا خبره څرګند شوې چې مودي سرکار صرف په زور زياتي او ظلم يقين ساتي,دغه وجه ده چې د هندوستان دننه او بهر نړۍ کښي هم د مودي په ضد احتجاجي لاريونونه پيل شوي دي.

د يادې سندرغاړې او اداکارې “ريحانه” د تنقيدي ټويټر پيغام نه روستو يقيني خبره ده چې هند حکومت د داسې موقعې په لټون کښې وو چې پاکستان باندې تور اولګوي او نړۍ ته د دروغو يو داسې پيغام اورسوي چې پاکستان د ترهګرۍ په تور تورن شي.سوشل ميډيا کاروونکي او په نړيوالو چارو پوهه پوهان ليکي چې ملاله يوسفزۍ په دې سوچ کښې د هندوستان مرسته کړې او د احسان الله احسان يو جعلي ټويټر اکاؤنټ ته ځواب ورکړې چې مقصد ئي نړۍ ته دا پيغام ورکول وو چې پاکستان کښي اوس هم ترهګر موجود دي او په جار دهړکې ورکوي ولې پاکستان حکومت او پاک فوځ خاموشه دې.

ياده دې وي چې پاکستان کله د ترهګرو مرسته نه ده کړې او د امريکا پشمول ملګري ملتونو هم د امن لپاره پاکستانې کرادر او قربانۍ ستائيلي دي,مهمه ده چې ملاله يوسفزۍ د دا قسمه پراپيګنډو خپرولو څخه ډډه اوکړي ځکه چې پاکستان کښې اوس امن په ځائې شوې دي چې پکښې د سيکيورټي ځواکونو او هيواد والو وينې توئي شوي,هندوستان کله هم نشي برداشت کولې چې پاکستان دې پرمختګ اوکړي او په مکمله توګه دې د امن خواږۀ اوويني.

شیئر یې کړی