قبائيلي ضلع مهمند:حليمزۍ تحصيل کښې درې نيم کروړه روپو لګښت سره د کرکټ اسټيډيم پرانسته شوې

د خيبرپختونخوا قبائيلي سيمو کښې د نورو ترقياتي منصوبو پشمول د لوبو ودې لپاره هم پاک فوځ او حکومت کوټلي ګامونه پورته کوي چې مقصد ئي قبائي ځوانانو ته د لوبو موقعې ورکول او دوي مثبت هلو ځلو کښي بوخت کول دي.

د قبائيلي سيمو لپاره ډائريکټر سپورټس پير عبدالله شاه د ضلع مهمند دوره کړې ده او د روان پاکستان سپورټس فيسټيول څارنه ئي کړې,دوي په دې موقعه فيسټيول کښي د شري لوبغاړو سره خبرې کړي او په روانو هلو ځلو ئي اطمينان څرګند کړې دې.

د دورې په مهال ډائريکټر سپورټس پير عبدالله شاه خويزو تحصيل کښې د لوبو په ميدانو روان تعميراتي کار جائزه اخستې ده او دا چې تحصيل حليمزۍ کښې ئي د درې کروړه لوبو لګښت سره د سپورټس سټيډيم پرانسته هم کړې ده.

په دې موقعه ډائريکټر سپورټس وئيلي چې صوبائي حکومت په قبائيلي سيمو د لوبو ودې لپاره چامتو دې او د دغه غرض لپاره د کروړونو روپو بجټ مختص کړې شوې دې,وئيلي ئي دي چې د قبائيلي ضلعو هر تحصيل کښې سپورټس سټيډيم جوړولې شي.

شیئر یې کړی