جنوبي وزيرستان:اولس ته د ۳ جي او ۴ جي اسانۍ ورکولو باندې تندۍ سره کار روان دې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د فاټا انضمام روستو قبائيلي اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ ورکولو لړۍ روانه ده چې مقصد ئي ترهګرۍ زپلي اولس د ترقۍ او پرختګ په لور روانول دي.

وزيراعظم عمران خان چې کله د قبائيلي سيمې وزيرستان دوره کړې وه نو د ۳ جي او ۴ جي اسانۍ ورکولو اعلان ئي کړې وو,د کومې روستو چې ضلعي انتظاميه چامتو شوې ده او د نيټ دغه اسانۍ ورکولو باندې ئي تندۍ سره کار شروع کړې دې.

د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظاميي ترمخه ډير زر دې سيمه کښې ۳ جي او ۴ جي اسانۍ ترلاسه شي,يوفون او موبلنک نيټ ورک په وزيرستان کښې کار شروع کړې دې.د جنوبي وزيرستان په شولام او خواه شاه سيمو کښې ۳ جي کار شروع کړې دې.

ياده دې وي چې د جنوبي وزيرستان انتظاميي په خپل يو بيان کښې د دې خبرې خوشخبري ورکړې چې د نيټ اسانۍ ورکولو په منصوبه تندۍ سره کار روان دې او طمعه ده چې راتلونکې څو مياشتو کښې به دلته د ۴ جي اسانۍ موجود وي.

شیئر یې کړی