د پاك سمندري فوځ مشق امن ۲۱ په مهال د مېري ټائم كاؤنټر ټېررازم ډېمو وړاندې كړې,د چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمیټۍ ګډون

کراچۍ کښې د پاك سمندري فوځ مشق امن ۲۱ کاميابۍ سره روان دې, چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمیټۍ جنرل ندیم رضا د امن مشق څارنه کړې ده او د ګډون والو مهارت ئي ستائيلې دې,په دې موقعه د پاکستان سمندري فوځ مشر ایډمرل محمد امجد خان نیازی هم موجود وو.

د پاك سمندري فوځ مشق امن ۲۱ په مهال نورو سرګرميانو سره سره د مېري ټائم كاؤنټر ټېررازم ډېمو هم وړاندې كړې شوه,د کاؤنټر ټېررازم ډېمو خصوصی دستوره منوړہ كښې وشوه,چئیرمېن جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرل ندیم رضا دستوره كښې خاص مېلما وو.

چیف آف دی نېول اسټاف اېډمرل محمد امجد خان نیازی ، مشق امن كښې برخه اخستونكو د بېلو هېوادونو استازو او د اعلی ملټري چارواكو په شمول ځائي قدرمنو وګړو هم ګډون وكړو.

د آئي ايس پي آړ لخوا جاري شوي بيان ترمخه مشق امن ۲۰۲۱ کښې د نړۍ څلويښتو نه زيات هيوادونه شريک دي,دغه مشقونه هر دوه کال پس ترسره کيږي کوم چي دا ځل کراچۍ کښي د روانې مياشتې په يوولسمه نيټه شروع شوي دي او سبا به پايي ته رسي.

آئي ايس پي آر وائي چې په دې مشقونو کښي غير روايتي خطرې,په ګډه عمليات او دغه شان بيلا بيل ډرلز کولې شي چې مقصد ئي په ګډه سيمه کښي امن په ځائې ساتل دي او دا چې نړۍ ته پيغام ورکول دي چې پاکستان په ګرده سيمه کښې امن غواړي.

شیئر یې کړی