د باجوړ ماشومان او د پختون تحفظ موومنټ خاموشي؟

پختون تحفظ موومنټ د ړومبۍ ورځ نه د پاکستاني مفاداتو په ضد چامتو دې او هڅې کوي چې د پختنو په نوم پاکستاني خاوره او رياستي ادارې تورنې کړي,دوي د پاکستان دننه حادثاتي پيښو له هم د بغاوت رنګ ورکوي او په خصوصي توګه قبائيلي اولس د خپل هيواد په ضد کارولو لپاره بيلا بيلې حربې استعمالوي.

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښي چې کله د ترهګرۍ اوور خور وو او د پاک فوح پشمول ځائي اولس هم قربانۍ ورکولې نو هغه وخت يو داسې تحريک هم نه وو چې په خيبرپختونخوا کښې ئي ترهري غندلې وې,څوک هم داسې موجود نه وو چې په ګرده نړۍ کښې ئي د پاک فوځ او پاکستان لپاره آواز پورته کړې وې,صرف پاک فوځ او نورې سيکيورټي ادارې داسې وې چې د ترهګرو مخې ته ولاړ وو.

کله چې په ټوله خيبرپختونخوا کښې په عمومي توګه او په قبائيلي ضلعو کښي په خصوصي توګه امن په ځائې شو او دښمن هيوادونو ته پته اولګيده چې اوس د دوي ناوړې سوچ ناکامه شوې دې او دا چې د ترهګرۍ په جنګ کښې پاکستان ته کاميابي نصيب شوه نو دوي د ترهګرۍ د اوور په ايرو کښې بسري لټول شروع کړل,د اوور دغه بسرو کښې دښمن هيوادونو ته پي ټي ايم او د زنانوو تحريکونه په لاس ورغلل.

پختون تحفظ موومنټ او د زنانوو ځيني تحريکونو لپاره د پاکستان دښمن هيوادونو منصوبه بندي اوکړه او د يو سکرپټ د لاندې ئي دوي ته مشن حواله کړو چې د قبائيلي سيمو ساده او درانه پختنو هغه زخمونه تازه کړې کوم چې د پاک فوح په مرسته ځائې له ورغلي دي,د دې مقصد لپاره پختون تحفظ موومنټ ته د ګاونډي هيوادونو پشمول د پاکستان مخالف عناصرو نه درنې پيسې ترلاسه شوې.

نن د پختون تحفظ موومنټ مشران په ګرد پاکستان کښې ګرځي او د دروغو نيمګړي خبرونو راټولوي چې د پاکستان دښمنان خوشحاله کړي ځکه خو په هره جلسه کښي د ظلم او زور زياتي خبرې کوي,ګام په ګام نعرې وهي چې مونږ د ظلم خلاف يو,پردے جنګ او پردے زور زياتې د پاک فوځ په غاړه اچوي,تيره ورځ د پي ټي ايم مشر محسن داوړ په افغانستان کښي زور زياتې غندلې او د هغه ځائې اولس لپاره ئې آواز پورته کړې ولې که بلخوا د پختنو بچي مري نو دوي بيا خاموشه وي.

تيره ورځ د افغانستان لخوا د باجوړ په بيلا بيلو سيمو توغنديو سره بريدونه اوشو,يو ماشوم پکښي شهيد او اووۀ نور سخت ژوبل شو,ودانۍ ړنګې شوې او د باجوړ قبائيلي اولس په ژړا سر شو خو په دغه ظلم د پي ټي ايم ټول مشران او غړي په مکمله توګه خاموشه دي,آيا د قبائيلي وينه د پي ټي ايم لپاره بې ځايه ده؟آيا د قبائيلو ماشومان د قربانۍ لپاره پيدا شوي؟که د پي ټي ايم مشران دا ګڼي چې مونږ د قبائيلو لپاره آواز پورته کوو نو ولې د باجوړ ماشومان دوي ته نه ښکاري؟ولې دوي د افغانستان په ضد آواز نه پورته کوي؟

د تيرو څو مياشتو راهيسې افغانستان بيا بيا په قبائيلي سيمو کښي ځائي آبادي په نښه کوي او د بريدونو يوه نه ختميدونکې لړۍ روانه ده خو د پي ټي ايم مشرانو کله هم دغه ظلم نه دې غندلې ځکه چې نوکر د خپل مالک خلاف خبره نشي کوي,پي ټي ايم د “را” او “اين ډي ايس” هغه ډله ده چې د پختنو خپل خلک ورسره په ډاډ ولاړ دي او خپل پختانه پرې وژني.

نن د باجوړ ماشومان د پي ټي ايم د مشرانو نه غوښتنه کوي چې د دوي لپاره آواز پورته کړي,د افغانستان دغه ظلم اوغندي او دا نعرې اووهي چې د ترهګرو په شاه افغانستان او هندوستان ولاړ دي خو افسوس چې محسن داوړ,علي وزير,منظور پشتين او دغه شان ګڼ شمير د پي ټي ايم مشرانو سترګې پټې کړي دي,پختنو بيدار شۍ او د خدائې لپاره ځانونه اوپيژنۍ ځکه چې د خپلو په جامه کښې پردي ستاسو دښمنان شوي دي

شیئر یې کړی