د سماجي اړيکو پليټ فارم “ټويټر” د هند حکومت په پنجه کښي دې

د هند حکومت په وينا ټويټر انتظاميي لخوا ځيني ټويټر اکاؤنټونه په مکمله توګه بند کړې شوي دي ولې ځيني اکاؤنټونه داسې دي چې هند کښي د هغې رسد بند کړې شوې دې او په نوره نړۍ کښي ئي صارفين کتلې شي,د امريکائي حکومت کمپني ټويټر او هند حکومت ترمينځ دا شخړه هغه وخت شروع شوې وه کله چې د هند وزيراعظم نريندر مودي امر اوکړو چې هغه يوولس سوه ټويټر اکاؤنټونه دي بند کړې شي کوم چې د هند زميدارو په مرسته کښې او د هند حکومت اصلاحاتو په ضد آواز پورته کوي.

د هندوستان حکومت تور لګولې چې دغه اکاؤنټونو کښې ځيني د پاکستان نه چليږي او دا چې څه اکاؤنټونه داسې دي چې د خالصتان ملګرتيا کوي او د سکهانو په لاسونو کښي دي,تيره هفته هند حکومت ټويټر انتظاميي ته نوټس ليکلې وو چې پکښي ټويټر انتظاميي ته دهړکه ورکړې شوې وه که دوي د هند حکومت مخالف اکاؤنټونه نه بندوي نو هندوستان کښي به د دوي د اعلې پايي افسران نيولې شي او د هغوي په ضد به کاروائي کولې شي.

تيره ورځ ټويټر انتظاميي لخوا د هند حکومت غوښتنې منلې شوي دي او د دوي په ضد پنځه سوه اکاؤنټونه ئي په مکمله توګه بند کړل او ګڼ شمير ته ئي نوټس جاري کړې چې پکښي ليکل شوي وو که د هند حکومت په ضد خپرونې بند نکړې شوې نو کاروائي به کولې شي او اکاؤنټونه به په مکمله توګه بند وي.ټويټر انتظاميي وضاحت کړې وو چې د خبريالانو,سياستمدارانو او د خير ښيګړې تنظيمونو اکاؤنټس به نشي بندولې.

ټويټ انتظاميي له اړخه جاري شوي بيان کښي وئيلې شوي دي چې مونږ د رايئ په ډاګه څرګندونه باندې يقين ساتو او د چا آواز بندولو کله هم ملګرتيا نه کوو ولې که بلخوا اوکتلې شي نو حقيقت دا دې چې ټويټر انتظاميه د هند حکومت په فشار کښې ده او کله چې هم هند حکومت د چا په ضد کاروائي کول غواړي نو ټويټر انتظاميه ورته لاس په نامه ولاړه وي.پاکستان کښې د مثبت سوچ خپرولو او د خپل هيواد پرمختګ لپاره آواز پورته کوونکو صارفينو اکاؤنټونه د نن نه درې ورځې وړاندې بلاک کړې شوي دي.

د ټويټر انتظاميه که په رښتيا غواړي چې د چا په سوچ خپرولو دې بنديز نه وي او په ډاګه دې د ټويټر له لارې خپل آواز پورته کړې نو مهمه ده چې د پاکستان هغه اکاؤنټس هم پرانستې شي کوم چې د مقبوضه کشمير په وجه تړلې شوي دي خو ولې ټويټر انتظاميه هر هغه ګام پورته کوي کوم چې د هندوستان حکومت لخوا دوي ته هداياتو کښي وئيلې شوي وي,لنډه دا چې ټويټر انتظاميه دا وخت د هند حکومت په فشار کښې راغلې او د هغوي په مرسته د انسانيت په ضد کار کوي.

شیئر یې کړی