آيا “وائس آف امريکا” هم د انډين کرانيکلز برخه ده؟

نړيوالې دارې “اي يو ډس انفو ليب” لخوا انډين کرانيکلز په ډاګه کولو روستو ګڼ شمير انکشافات رامخې ته شوي دي,دغه رپورټ کښې وئيلې شوي وو چې هندوستان د پاکستان په ضد يو شمير جعلي تحريکونه چلوي کوم چې د هندوستان لخوا فنډډ تحريکونه دي چې پکښې پختون تحفظ موومنټ هم شامل دې.

د پختون تحفظ موومنټ سوچ او مقصد پاکستان ته په عمومي توګه او د خيبر پختونخوا قبائيلي سيمو ته امن ته په خصوصي توګه زيان رسول او پختانه د ترهګرۍ په اوور سيزل دي,د اي يو ډس انفو ليب په تحقيقي رپورټ کښي وئيلې شوي وو چې د پختون تحفظ موومنټ اشتهاري کمپائن فنډډ ميډيا خپروي چې مقصد ئي د دوي منفي سوچ له هوا ورکول دي.

د اي يو ډس اندو ليب په تحقيقي رپورټ کښې د دې خبرې انکشاف هم شوې دې چې د پختون تحفظ موومنټ ميډيا کوريج لپاره په هر ډګر “وائس آف امريکا” غړي موجود وي او د دې خبرې پخلې د پي ټي ايم د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تيره ورځ د پيښور جلسه کښې هم کړې وو,وئيلي ئي وو چې دا وائس آف امريکا ده چې زمونږ ملګرتيا کوي ولې د پاکستان ميډيا سترګې پټې کړي دي.

دا خبره څرګنده ده چې له ړومبۍ ورځ نه وائس آف امريکا د پختون تحفظ موومنټ سوچ او فکر خپرولو لپاره چامتو ده او د دوي هرې غونډې له کوريج ورکوي ولې اي يو ډس انفو ليب رپورټ کښې پي ټي ايم د انډين کرانيکلز برخه ګرځولې شوې ده,آيا وائس آف امريکا د پي ټي ايم سره په دغه سازشي سوچ کښې شريک دي؟آيا د پي ټي ايم او وائس آف امريکا مشن يو دې؟د دې پوښتنو ځوابونو لپاره د وائس آف امريکا انتظاميي له سوچ پکار دې.

انډين کرانيکلز کښې د پختون تحفظ موومنټ نوم په جار ليکل شوې وو او د دې خبرې تائيد شوې چې پي ټي ايم د هندوستان جعلي مشن(انډين کرانيکلز) برخه ده ولې بيا هم وائس آف امريکا د دې ملګرتيا کوي,نن د پختون قام هم دا سوچ جوړ شوې چې پي ټي ايم او وائس آف امريکا په يو سوچ کار کوي.

مهمه دعه چې د وائس آف امريکا انتظاميه د دې خبرې وضاحت وکړي چې دوي ولې هغه نړيوال تحريکونو له وده ورکوي کوم چې د پاکستان په ضد روان دي او نړۍ هم منلي دي؟انتظاميه دې پختانه په دې خبره پوهه کړي چې دوي په کوم مقصد د هغه تنظيم کوريج کوي کوم چې د پاکستان د قبائيلي ضلعو امن ته زيان رسوي او غواړي چې د پختنو د پرمختګ لار اونيسي.

شیئر یې کړی