قبائيلي ضلع خيبر:د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري د پاک فوځ په مرسته تابيا شوي “پاکستان سپورټس فيسټيول پرانسته کړې

د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د پاک فوځ او ځائي اولس د قربانيو نه روستو امن سندريز شوې او د ترقياتي منصوبو سره سره د لوبو ميدانونه هم آباد شوي دي,د قبائيلي سيمو په تاريخ کښي په ړومبي ځل پاکستان سپورټس فيسټيول په باقاعده توګه شروع شوې دې.

د قبائيلي ضلع خيبر جمرود سپورټس کمپليکس کښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د پاک فوځ په مرسته تابيا شوي پاکستان سپورټس فيسټيول ۲۰۲۱ پرانسته کړې ده او د دغه خصوصي لوبو ميلې د کاميابۍ لپاره دعا کړې ده.

په دغه پرانسته دستوره کښې کرنل ندیم مشتاق. د ۱۰۴ونګ خیبر رائفلز کمانډر لیفټیننټ کرنل وقاص صدیق ممبر صوبائی اسمبلی شفیق شیر آفریدی, سیکرټری حمیدالله آفریدی. ډائریکټر سپورټس پیر عبدالله شاہ, ایډیشنل ډپټی کمشنر نورولی خان پشمول ګڼ شمير سياسي او سماجي مشران شريک وو.

پاکستان سپورټس فيسټيول د خيبر پختونخوا ټولو قبائيلي ضلعو کښې شروع کړې شوې کوم چې به د مارچ ۲۳مه نيټې پورې جاري وي چې پکښې د قامي لوبغاړو پشمول ۲۵۰۰ لوبغاړي ګډون کوي او دا چې ګڼ شمير مقابلې به کولې شي.

په پرانسته دستوره کښې د جمناسټک,رسه کشۍ او قامي نغمو له وجې فضا کښې د امن آوازونه خوارۀ وو چې راغلي ميلمنو ترې سکون او خوشحالي ترلاسه کړې,دستوره کښې د هر يو ګډونوال په مخ د امن,سکون او خوشحالۍ رڼا خوره وه.

په دې موقعه د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي چې پاکستان سپورټس فيسټيول د دې خبرې ګواهي ورکوي چې د پاک فوځ,ايف سي او ځائي خلکو قربانيو رنګ راوړې دې او دغه وجه ده چې په ټولو قبائيلي سيمو کښي د امن او ترقۍ سفر دوام لري.

دوي زياته کړې چې وزيراعظم عمران خان خپله يو کرکټ لوبغاړې دې او دغه وجه ده چې هغوي د لوبو ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي,وزيراعظم غواړي چې د هيواد په ګوټ ګوټ کښې د لوبو هلې ځلې پيل کړې شي ځکه چي دا د امن نښه ده او نوي کول له يو مثبت سوچ ورکوي.

په دې موقعه وفاقي وزير پير نورالحق قادري د پاک فوځ,ايف سي او ضلعي انتظاميي مننه کړې چې پاکستان سپورټس فيسټيول ئي په قبائيلي سيمو کښې تابيا کړې او دا چې وفاقي وزير د دغه فيسټيول لپاره د دوه لکه روپو امدادي رقم اعلان هم کړې دې.

شیئر یې کړی