ګلګت بلتستان: امن په ځائې كېدو سره تېر كال ۲۰ لكه قومي او نړيوال سېلګري دې سيمې ته راغلي,عارف علوي

د پاکستان اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي چې ګلګت بلتستان کښې امن په ځائې كېدو سره تېر كال ۲۰ لكه قومي او نړيوال سېلګري دې سيمې ته راغلي ځکه چې د دغه سيمې زړۀ راخکونکې خکلا په نړيوال کچ ياده ده.

نلتر كښې د ونټر سپورټس فېډرېش آف پاكستان او د پاك فضائيه په مرسته د روانو ونټر سپورټس مقابلو پايې دستوره كښې د خصوصي مېلما په حېث خپل خطاب كښې اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي چې د ګلګت بلتستان ښكلا د كتلو ده,د امن په ځائې كېدو له امله تېر كال ۲۰ لكه قومي او نړيوال سېلګري ددې سيمې ليدو له راغلي.

اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي چي په ګلګت ائيرپورټ د نړيوالو پروازونو پېل كولو ٬ سيمه كښې د سړكونو صورتحال ښه كولو ٬ د ټېلي مواصلات او انټرنېټ نظام پياوړې كولو له د ګامونو پورته كولو لړۍ روانه ده.

دوي زياته کړې چي څومره چې سېلګرو ته آسانۍ وركولې شي نو دغه حساب سره به سيمه لا وده كوي او دا چې د پاك فوځ او اولس په مرسته هېواد څخه ترهګري ختمه شوې چې له امله ئې سيمه كښې د سېلګرۍ موقعې پرانستلې شي.

شیئر یې کړی