د پيښور مئينانو کښې د “ارطغرل غازي” مهم کردار حليمه سلطان هم شامله ده

د ترک ډرامه ارطغرل غازي هغه وخت په نړيوال کچ خوره شوه کله چې پاکستان ټيلي ويژن دغه ډرامه په اردو ژبه کښې نشر کړه,ډرامې خپل تاريخي سکرپټ لرو چې پکښې مهم کردارونو په ښه ډول عملي کړے وو.

د ترک ياده اداکاره اسرا بیلګیچ هم پاکستاني ښارونو باندې مئينه شوې ده چي پکښې پيښور ښار هم شامل دې,دوي د يو عکس له لارې د پيښور سره خپله خصوصي مينه څرګند کړې ده.

هنرمندې اسرا بیلګیچ (حليمه سلطان) په سوشل ميډيا د اسلاميه کالج پيښور خصوصي عکس خپور کړې دې چې ورسره د ګلونو ښار ليکل شوې دے.د دې مطلب دا دې چې دوي د پيښور ښار سره خپله ځانګړې مينه لري

شیئر یې کړی