ډيره اسماعيل خان کښې د احساس کفالت پروګرام پرانسته شوې

وزيراعظم عمران خان په امر ګرد هيواد کښې د غريبې طبقې د مرستې لړۍ روانه ده چې پکښې احساس کفالت پروګرام,خپل کور منصوبه,کامياب جوان پروګرام او لنګرخانو پشمول ګڼ شمير منصوبې شاملې دي.

د ډېره اسماعيل خان دوه ورځنۍ دورې په مهال سركټ هاٶس ډېره اسماعيل خان كښې ميډيا سره په خبرو کښې د غربت كمولو او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټرثانيه نشتر وئيلي دي موجودہ حکومت د غربت خاتمې او بې وسه طبقې ته د ژوند په هره څانګه كښې سهولتونه وركولو لپاره ټول وسائل كاروي.

ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل موجودہ حکومت د غربت خاتمې او د بې وسه طبقې د ژوند معيار ښه كولو لپاره بېلا بېلې منصوبې پېل كړي د كومو په اړه چې په اولس كښې شعور بېدارول ډېر ضروري دے دغسې چې زيات حقدار د دې منصوبو خوږو څخه مستفيد شي.

دوي وئيلي چې په دې لړ كښې به د تعليم څانګې خدمات هم ترلاسه كولې شي ځكه چې استاذان د اړوندو سكولونو د لارې كميونټي سره نيغ په نېغه تعلق لرې او دوي د حالاتو نه په ښه ډول خبر وي.

د سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټرثانيه نشتر په ميديا نمائندګانو ته هم غږ وكړو چې په دې لړ د دوي كردار هم د اهميت وړ دے ځكه چې خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه وي,مهمه ده چې خپل مثبت کردار اولوبوي.

شیئر یې کړی