پاک چین لازواله دوستي په نړۍ كښې يو مثال ګرځېدلې,شاه محمود قريشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي چې پاکستان او چين دوستي له مودو راهسې روانه ده او دا د نورې نړۍ لپاره يو ژوندې مثال دې او طمعه ده چې دا به هميشه دوام لري.

اسلام آباد کښې چین سفیر یاؤجنګ سره د خبرو په مهال شاه محمود قريشي وئيلي چې پاک چین لازواله دوستي په نړۍ كښې يو مثال ګرځېدلې ، پاکستان او چین د سی پیک دوئم پراؤ كښې د شاملو ټولو منصوبو زر تر سره كولو لپاره عزم لري .

د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړېكو او د پاک چین اقتصادي راهدارۍ پشمول د خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ,خارجه وزير ووئېل د پاکستان او چین تر مينځه لازواله دوستي نن هم په ټوله نړۍ كښې يو مثال دے.

خارجه وزير د ماسکو دورې په مهال خپل د چین هم منصب وانګ ژی سره د شوي خاص ملاقات حواله وركولو سره ووئېل پاکستان او د چین قیادت د اقتصادي راهدارۍ په دوئم پراؤ كښې شاملې ټولې منصوبې زر تر سره كولو له عزم لري .

دوي د پاکستان او چین تر مينځه د اړېكو لا قوي كولو په اړه د چین سفیر د خدمات ستائنه وكړه او دا هيله ئې څرګنده كړه چې د دوي نه پس راتلونكے سفير به هم په دې جذبه كار روان ساتي .

شاه محمود قريشي د چین سفیر له د خدمات په اعتراف د هلال پاکستان ایوارډ په تر لاسه كېدو مبارکي هم وركړه۔ د چین سفیر پاکستان كښې د استوګنې په مهال په معاونت كولو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی مننه وكړه او خارجه وزير تلونكې سفیر له یادګاري شیلډ وركړې.

شیئر یې کړی