جنوبي وزيرستان:ډاکټر نور حنان وزير د افغانستان نه آزاد کړې شوې

يو کال وړاندې د جنوبي وزيرستان وانا سيمې نه تښتولې شوې ډاکټر نور حنان وزير آزاد کړې شوې دې څوک چې په بې درکه تنانو کښې شامل وو او افغانستان ته تښتولې شوې وو.
د ډاکټر نور حنان وزير په اړه وئيلې کيږي چې هغه په افغانستان کښې خوشي کړې شوې دې او بیا د زرمیلن په لاره جنوبي وزيرستان ته راغلی دې. کورنۍ سرچينو د ډاکټر نور حنان وزير د خوشي کيدو تصديق کړې دې.
یاده دې وي چې ډاکټر نور حنان وزير يو کال وړاندې وانا کښې د ټي بي هسپتال نه کور ته د واپسئ په وخت لارې نه نامعلومه وسلوالو تښتولی وو او روستو ئې افغانستان ته منتقل کړې وو.
ولې د ډاکټر نورحنان وزير په اړه تر اوسه دا نه ده معلومه چې آیا هغه د تاوان په بدل کښې آزاد کړې شوې ، یا د انساني همدردی په بنیاد خوشې کړی شوې دې او دا چې د تير يو کال نه ډاکټر نورحنان وزير په بې درکه تنانو کښې شامل وو.
د خيبرپختونخوا قبائيلي سيمو کښې دا قسمه يو شمير کيسونه موجود دي او د ځني تحريکونو لخوا د دې بې درکه تنانو تور په پاکستاني ادارو لګولې شي او وئيلي کيږي چې څومره بې درکه تنان دي دغه ټول د پاکستان رياستي ادارو پورته کړي دي.
ولې که حقيقت ته اوکتي شي نو ډاکټر نورحنان وزير پشان ګڼ شمير کسان د افغانستان لخوا خوشې کړې شوي دي چې د دې خبرې ثبوت دې چې زيات بې درکه تنان اوس هم افغانستان کښې موجود دي.