بلوچستان:سراج رئيساني په مرګ کښې ککړ ترهګر وژل شوې

بلوچستان کښې د عوامي پارټۍ مشر او د پاکستان وياړ سراج رئيساني باندې په ځانمرګي بريد کښې ککړ ترهګر وژل شوې دې کوم چې د بريد نه روستو د حساس ادارو په نښه وو.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د بلوچستان مستونګ سيمه کښې کاؤنټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سی ټی ډی) او حساس ادارو په شريک کاروائي کړې ده چې پکښې د عوامي پارټۍ مشر او د پاکستان وياړ سراج رئيساني باندې په ځانمرګي بريد کوونکې ترهګر وژل شوې دې.
د سي ټي ډي چارواکو وينا ده چې د وشل شوي کالعدم تنظيم کمانډر د بلوچستان په يو شمير ترهګرۍ پيښو کښې ککړ وو او دا وخت د مستونګ په پړنګ علاقه کښې موجود وو
.
د سي ټي ډي وياند وئيلي چې د کاروائي په وخت وژل شوي ترهګر چې څنګه سيکيورټي ځواکونه اوليدل نو ډزې ئې شروع کړې ولې په جوابي ډزو کښې دغه ترهګر وژل شوې دې او دا چې د هغه له ولقې نه خودکش جيکټې او درنه وسله هم ترلاسه کړې شوې ده.
ياده دې وي چې دوه کاله وړاندې د بلوچستان ضلع مستونګ کښې د تقرير په وخت په سراج رئيساني بريد شوې وو چې پکښې د هغه پشمول ۱۴۹ تنان شهيدان شوي وو.