افغانستان لخوا بريد کښې د پاک- ايف سي يو اهلکار شهيد شوې,دوه ژوبل

د افغانستان سيکيورټي ځواکونو يو ځل بيا د پاکستان په سيمو ډزې کړي دي چې له امله ئي د ايف سي يو غړے شهيد کړې شوې ولې دوه غړي ژوبل شوي هم دي.

د ډي جي آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي دي چې د افغانستان لخوا د دير بن شاهي سيمه باندې ډزې شوي دي او د ايف سي ځوانان ئې په نښه کړي دي چې له وجې ئې دوه ايف سي اهلکار ژوبل ولې يو شهيد شوې دے.

د آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلې شوي دي چې د افغانستان له اړخه په ډزو کښې مارټر ګولې او نوره درنه وسله هم کارولې شوي ده کومې چې مالي او بدني زيان رسولې دے.

ياده دې وي چې د جولائي په اولسمه نيټه قبائيلي ضلع باجوړ باندې هم افغان سيکيورټي چارواکو بريد کړې وو چې پکښې درې ځائي تنه شهيدان او اووۀ ژوبل شوي وو ولې يو ځل بيا ګاونډي هيواد په پاک افغان پوله بريد کړې دے او ايف سي اهلکار ئې په نښه کړي دي.

جون ۲۰۱۹ کښې د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلع باجوړ او د بلوچستان قمر دین کاریز سيمه کښې هم افغان سيکيورټي ځواکونو بريدونو کړي وو چې پکښې د پاکستان سيکيورټي ځواکونو پنځه غړي ژوبل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې پاکستان لخوا بيا بيا ګاونډي هيواد سره د دوستۍ لاره جوړولو لپاره کوټلي ګومونه پورته کړې شوي دي خو ولې افغانستان د دښمن په وينا د پاک افغان پولې د امن خلاف ورزي کوي او بريدونو کښې بې ګناه پاکستاني اولس او سيکيورټي چارواکې په نښه کوي.

شیئر یې کړی